واحد ملگري ملتونه د افغانستان لپاره

ارشیوفونه کټګوري: د ملګرو ملتونو څانګې

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق (UNFPA)

کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګې

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق د ملګرو ملتونو د روغتیا او حقونو د باروري د سلامت اداره ده. د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق دنده لري څو یوه داسې نړۍ چیرې چې د هرې امنیدواري غوښتنه کیږي، د هر ماشوم زیږون خوندي وي او د هر ځوان شخص توان پوره کیږي،  برابره کړي

http://afghanistan.unfpa.org/en


د ملګرو ملتونو د بشري میشتدنې اداره (UN-Habitat)

کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګې

 د ملګرو ملتونو د اسکان پروګرام د ښي ښاري راتلونکي لپاره کار کوي. دا د ملګرو ملتونو په سیسټم کې د ښاری کولو او میشتیدني د ټولو مسألو د حل کولو لپاره نښلوونکی نقطه ده. د ملګرو ملتونو د اسکان پروګرام ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلي له خوا دنده سپارل شوې څو په ټولنیز او چاپیریالي لحاظ پایښت لرونکي بشري میشتیدني پراختیا ته وده ورکړي او د ټولو لپاره مناسبه سرپناه برابره کړي.  

https://unhabitat.af


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR)

کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګې

د ملګرو ملتونو د ګډوالو اداره، یوه نړیواله اداره ده چې د ژوند ژغورلو، د حقونو د ساتلو او د کډوالو، په جبري توګه د بې ځایه شویو ټولنو او د بې کوره کسانو  لپاره د ښي راتلونکې د جوړولو  لپاره وقف شوې. مونږ د دې لپاره کار کوو څو ډاډ ترلاسه کړو چې هر څوک چې د تاوتریخوالي، عدلي تعقیب، جګړې یا په کور کې د ناورین څخه تښتیدلي، د پناه غوښتلو حق ولري. د ۱۹۵۰ کال راهیسې، مونږ په ډیرو قارو(وچو) کې له ډیرو بحرانونو سره مخامخ شوې یوو، او کډوالو، پناه غوښتونکو، داخلي بې ځایه شويو او بې کوره کسانو ته مو چا چې د مرستې لپاره نور هیڅوک نه درلودل، مهمې مرستې چمتو کړې. موږ د ژوند په ژغورلو کې مرسته کوو او د میلیونونو کسانو لپاره چې د کور پریښودو ته اړ شوي ښه راتلونکې جوړو

http://www.unhcr.org/ یا https://data2.unhcr.org/en/country/afg


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF)

کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونسیف، ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلي له خوا دنده سپارل شوې څو د ماشومانو د حقونو څخه دفاع وکړي، د هغوي د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي، او بشپړ توان ته د رسیدو په برخه کې د هغوي د فرصتونو د پراخولو په برخه کې د هغوي سره مرسته وکړي.  یونسیف ته د ماشومانو د حقونو په اړه د کنوانسيون له خوا لارښوونه کیږي او همدارنګه هڅه کوي څو د اخلاقي اصولو پایښت او د ماشومانو په وړاندې د چلند نړیواله معیارونه تأسیس کړي

https://www.unicef.org/afghanistan/


د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا اداره (UNIDO)

کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګې

 

 د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا اداره دنده لري چې د ملګرو ملتونو په سیسټم کې د صنعتي فعالیتونو لپاره د مرکزي همغږي اداری په حیث عمل وکړي، صنعتي پراختیا ته وده ورکړي او د تولید د ودې د زیاتوالي له لارې د بې وزلۍ په له منځه وړلو خپلې هڅې متمرکزوي.

https://www.unido.org/


د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ اداره (UNMAS)

کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګې

 د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ اداره د سوله ساتو عملیاتو یوه برخه ده او د ماین پاکۍ د چارو لپاره د ملګرو ملتونو د یوې نښلونګی نکتې په حیث کار کوي. د ماین پاکۍ عملیات د امنیت، سولې جوړونې، ثبات او بشري او پرمختیایي چارو په برخو کې د فاصلو د له منځه وړلو په برخه کې یو ځانګړی رول لوبوي. د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ اداره د محلي او نړیوالو سازمانونو په ملاتړ د ماین پاکۍ، د ماینونو د خطر د زده کړې او د قربانیانو لپاره د مرستې په تړاو فعالیتونه وړاندې کوي، او په افغانستان کې د دولت د ماین پاکۍ د همغږۍ د ملي مالکیت ملاتړ کوي.

http://www.mineaction.org/programmes/afghanistan

 


د ملګروملتونو د نشه یې توکو او جرمونود کنټرول دفتر (UNODC)

کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګې

د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر د ناقانونه مخدره توکو، نړیوال سازمان شویو جرمونو، تروریزم او فساد سره د مبارزې په برخه کې یوه نړیواله مخکښه اداره ده ، او د ډیرو اړوندو کنوانسیونونو (تړونونو) ساتونکي اداره ده، په ځانګړې توګه:

د نړیوال سازمان شویو جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو کنوانسیون(تړون) او د هغه درې پروتوکولونه (د اشخاصو په وړاندې پروتوکول، د کډوالو د قاچاق په وړاندې پروتوکول او د وسلو د قاچاق په وړاندې پروتوکول)

د اداري فساد په وړاندې د ملګرو ملتونو کنوانسيون

د نشه یي توکو د کنترول نړیوال کنوانسیونونه

د مخدره توکو، جرمونو او تروریزم څخه د یوې خوندي نړي د را منځ ته کولو په واسطه، د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر د ټولو لپاره د امنیت او عدالت د ترلاسه کولو په برخه کې ژمن دی

https://www.unodc.org/afghanistan/en/unodc-afghanistan.html


د پروژه يي خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (UNOPS)

کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګې

د پروژه يي خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر دنده لري چې د سولې او امنیت، بشري، او پراختیا د هڅو په برخه کې د پلي کولو ظرفیت پراخ کړي. د پروژه يي خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر له لارې، د بنسټیز، تدارکاتو، د پروژې د مدیریت، بشري سرچینو او مالي مدیریت د خدمتونو په شمول – د پروژه يي خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر په ملي مالیکیت او ظرفیت جوړولو تمرکز کوي او همدارنګه په یو شمیر سکټورونو کې، د بیلګې په توګه، ښوونې او روزنې، کرني، حکومتولي او بنسټیزو برخو کې په خاص ډول د سړکونو په جوړولو کې پروژې پلې کوي

https://www.unops.org/afghanistan


د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره (UN Women)

کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګې

 یو این ومن دنده لري چې د ښځو د حقونو او فرصتونو د بشپړ تحقق د پر مخ بیولو لپاره هڅې رهبري، ترویج او همغږي کړي.

http://asiapacific.unwomen.org/en/countries/afghanistan


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)

کټګوري:د ملګرو ملتونو څانګې

 د خوړو نړیوال پروګرام مخکښه بشري سازمان دی چې په نړیواله کچه د لوږې په وړاندې مبارزه کوي، په بیړنیو حالتونو کې خوراکي مرستې برابروي او د ټولنو سره د تغذيي په ښه کولو کې کار کوي او انعطاف پذیري را منځ ته کوي. د خوړو نړیوال پروګرام د یوه ۳۶ کسیزه اجرایوي بورډ له خوا اداره کیږي او د خوړو او کرنې د سازمان او د کرنیزې پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو او نړیوال وجهي صندوق سره نږدي کار کوي.

  http://www1.wfp.org/countries/afghanistan